
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د امریکايي ډالرو څخه د صندوق (سیف) یو ډک عکس پست کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي له کور څخه ۱۰ میلیونه ډالر موندل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر خلکو د امریکایی ډالرو څخه ډک د صندوق یو عکس پوسټ کړی او ادعا یې کړې چې طالبانو د افغانستان د پخواني دفاع وزیر بسم الله محمدي له کور څخه لس ملیونه ډالر ترلاسه کړي دي.
د پست د ادعا له مخې، طالبان به دا پیسې د بیت المال خزانې ته وسپاري.
تاسو کولی شئ لاندې پوسټ وګورئ:
د پست ادعا له مخې:
طالبانو د افغانستان د پخواني دفاع وزیر بسم الله محمدي له کور څخه لس میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي. دا به ډیر ژر د بیت المال خزانې ته ولېږدول شي.
ورته عکس د مختلف ادعاوو سره په ۲۰۲۰ میلادی کال کې هم شریک شوی و.
د حقیقت موندنه:
فاکت کرېسیندو پر دې انځور د ګوګل پلټنه وکړه او په پایله کې مو وموندله چې دا عکس نااړوند دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او د دې پست له ادعا سره کوم تړاو نه لري.
له بلې خوا طالبانو هم تر اوسه نه دي تایید کړی چې ګواکې د بسم الله محمدي په کور کې دې ۱۰ میلیونه ډالره پیدا کړی وي.
دا عکس پخوا خلکو ته د دوکه ورکولو په موخه هم شریک شوی دی.
په دې اړه د محمد سیف کیسې ته ځېر شئ:
د محمد سیف په نوم یو کس ته یوې اندونیزیایي مېرمن دا عکس استوي. او ورته وایي چې د دغو پیسو د لېږد لپاره پیسو ته اړتیا ده. هغه ښځه د محمد سیف څخه د ۱۵۰۰ ډالرو غوښتنه کوي.
محمد سیف پوهیږي چې دا ښځه غواړې هغه ته دوکه ورکړي، نو پر دې اساس غوښتنه یې نه مني.
محمد سیف له خلکو غواړي چې د دا ډول چل او دوکو څخه ځان وساتي.
د دې کیسې په پای کې همدغه عکس هم شتون لري.
د محمد سیف کیسې لوستلو او نورو عکسونو لیدو لپاره لاندې لېنک و ګورئ:
پایله
له پورتنیو پلټنو څخه څرګندیږي چې دا تصویر پخوانی دی او خلک تېر باسي.
د بسم الله محمدي له کور څخه د ۱۰ ملیون ډالرو د ترلاسه کولو ادعا په اړه هیڅ مستند خبر نه دی خپور شوی. دا عکس پخوانی دی او په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټ شوې ادعا پورې هیڅ تړاو نه لري.

سرلیک: د دفاع پخوانی وزیر بسم الله خان له کور څخه د ډالرو موندلو ادعا په اړه یو پخوانی او نا اړوند انځور خپور شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading