پخوانی عکس بيا وروستي امريکايي ډرون برید په څیر شريک شوی. 

Misleading National

په ټولنیزو رسنیو کې یو انځور خپور شوی چې ادعا کوي دا شریک شوی عکس په افغانستان کې د امریکا د وروستي هوايي برید دی.

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

د فیسبوک پوسټ ادعا کوي: د امريکا دوهم بريد، همدا اوس وحشی بمبار روان دی مرګ ژوبله زیاته ده.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې جعلي دي ځکه چې شریک شوی عکس زوړ دی او په افغانستان کې د امریکا د وروستي برید نه دی.

 راځئ چې د فیسبوک د ادعاوو تر شا حقیقت ومومئ!

د حقیقت معاینه:

 موږ په شریک شوي عکس کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو سره خپله څیړنه پیل کړه ترڅو د شریک شوي عکس او پر فېسبوک خپور شويو ادعاګانې ترشا حقیقت ومومي.  د پلټنو په ترڅ کې مو وموندله چې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي عکس پخوانی دی او په ټولنیزو رسنیو شويو ادعاوو سره کوم تړاو نه لري. 

د نورو پلټنو لپاره، موږ په شریک شوي عکسونو کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ او وموندله چې ټول شریک شوي عکسو هم  پخواني دي او کومې  وروستي امريکايي هوايي بريد سره تړاو نه لري.

د ګوګل د ریورس عکس لټون په کارولو سره موږ وموندله چې شریک شوی عکس زوړ دی او د ۲۰۱۶ کال  په سپټمبر کې په کابل کې د دفاع وزارت ته نږدې له مرګونې چاودنې وروسته اخیستل شوی او وروسته طالبانو د ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه اخیستی و.

Daily Pioneer  Archived Link 

The Wire Archived Link  

     

پايله: 

له همدې امله، د پورتنۍ څیړنې څخه دا روښانه ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې غلطې دي ځکه چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا پخواني او غیر اړونده عکسونه شریک کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *