راشد خان په ترافیکي پېښه کې نه دی ټپي شوی.

په ټولنیزو رسنیو کې يو عکس له دې ادعا سره خپور شوی چې د کرېکټ لوبغاړی راشد خان له ترافیکي پېښې سره مخ شوی دی. تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛ فېسبوک لینک   آرشيف لینک د فیسبوک پوسټ ادعا کوي چې افغان کرېکټ لوبغاړی راشد خان له موټر سره ټکر شوی دی. په […]

Continue Reading

په ترافیکي پېښه کې د افغان سندرغاړي جاوید امیرخېل د وژل کېدلو خبر ناسم دی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې نوموتي افغان سندرغاړی جاوید امیرخېل د پاکستان په کویټه کې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی. خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او ښاغلی امرخېل روغ رمټ دی. د «شازیه حیاء» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «د ملی سندر […]

Continue Reading

پخواني عکس له دې ادعا سره شریک شوی چې ګواکې یوه نجلۍ په موبایل کې له هلک سره د خبرو له امله وهل او ټکول شوې

د ښځو حقونه او په ټولنه کې د ښځو وضعیت څو څو ځله د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده. داسې پېښې هم شوي چې ښځې  د زنا په تور سنګسار او وژل شوي دي.  په هر حال، ځیني وختونه په ټولنیزو رسنیو کې د داسې پېښو په اړه ناسم مالومات هم شریک شوي دي. په […]

Continue Reading

مدني فعاله ناهیده حکیمي منګل نه ده وژل شوې

مدني فعاله ناهیده حکیمي منګل نه ده وژل شوې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانۍ خبریالې مینه منګل د جسد انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې مدني فعاله او په تېر حکومت کې د پکتیا ولایت د ځوانانو د پارلمان غړې ناهیده حکیمي منګل په یوه برید کې وژل شوې ده. […]

Continue Reading

ایا زابلی ماشوم حیدر ژغورل شوی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د نا اړوندو انځورونو په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې زابلی ماشوم حیدر چې څاه ته غورځېدلی وو، ژغورل شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه د حیدر پورې تړاو نه لري او نوموړی له څاه څخه تر ویستل کېدو وروسته مړی شوی دی. ادعا د ټولنیزو […]

Continue Reading

د یوه بل ماشوم انځور د زابلی ماشوم حیدر په توګه خپور شوی دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یو بل ماشوم انځور یې د حیدر په توګه په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی. حیدر هغه ۵ کلن ماشوم وو چې په زابل کې څاه ته غورځېدلی وو چې له ایستلو څخه وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور […]

Continue Reading

ایا دا د ښځینه فعالې انځور دی چې ادعا شوې ګواکې د طالبانو له خوا وهل شوې او یا په ټیلیفون کې له کوم هلک سره د خبرو له امله؟

په ټولنیزو رسنیو کې دا انځور له بېلا بېلو ادعا ګانو سره خپور شوی دی. په دې وروستیو کې د دې انځور په خپرولو سره ادعا شوې چې ګواکې دا د هغه ښځینه فعالې انځور دی چې په لاریون کې د ګډون له امله د طالبانو له خوا وهل او ټکول شوې ده.  له دې […]

Continue Reading

افغان سندرغاړې اریانا سعید په دې وروستیو کې له جنسي زورونې سره مخ شوې نه ده

 ادعا  په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک یو پوسټ په پراخه کچه شريک شوی چې ادعا کوي ګواکې افغان سندرغاړې اریانا سعید په امریکا کې د دوو افغانانو له خوا د جنسي زورونې سره مخ شوې ده.  تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ: Facebook Archive  د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوې ده چې […]

Continue Reading

په کندهار کې د ښوونځي یو ښوونکی د لوږې له امله نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه سپین ږیري عکس په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې په کندهار کې یو ښوونکی د لوږې له امله مړ شوی دی. خو د هغه زوی په یوه وېډیو کې دا ادعا رد کړې او ویلي چې پلار یې د پښتورګو ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.  […]

Continue Reading

ممثله او د تلویزیوني خپرونو وړاندې کوونکې نجیبه فیض ژوندۍ ده

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ممثلې او د تلویزیون د تفریحي خپرونو وړاندې کوونکې نجیبې فیض یو فوتوشاپ شوی انځور خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګواکې هغه مړه شوې ده.  خو هغه په ټولنیزو پاڼو کې فعال پسټونه کوي او د مرګ خبر یې ناسم دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر […]

Continue Reading

دا ماشوم د طالبانو له خوا د ډوډۍ د غلا په تور نه دی وهل شوی

د کابل له سقوط څخه وروسته او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خلک له خورا اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دا هېواد د بشري ناورین پر لور روان دی. اوسمهال خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی. د دغه بحران په لړ کې یو شمېر ناسم خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې امریکا د افغانانو لپاره د ۸۰ زره ویزو د ورکړې اعلان نه دی کړی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس شوی ګواکې دا چې امریکا په دې وروستیو کې افغانانو لپاره د ۸۰ زره ویزو د ورکړې اعلان کړی دی. زمونږ موندنې ښيي چې امریکا په دې وروستیو کې د ۸۰ زرو ویزو په اړه کوم خبر نه دی خپور کړی. که څه […]

Continue Reading

د کرېشنا او پانډاو نقاشي د پنجشیر په ماڼۍ کې شتون نه لري

ادعا یوه نقاشي د سپټمبر میاشتې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی دی او ادعا شوې چې دا نقاشي چې د کرېشنا او پانډاو په اړه دی، د پنجشیر په یوه ماڼۍ کې شتون لري. په فېسبوک پست کې ویل شوی چې ګنې دا نقاشي د مهابهاراتا دورې پورې اړه لري چې د ګندهارا […]

Continue Reading

په ټولنیزو رسنیو کې د یونیسف په نوم اعلان شوې دندې حقیقت نه لري

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو د «ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال صندوق» (یونیسف) تر نامه لاندې یو شمېر دندې اعلان کړي دي چې ګواکې دا سازمان په کابل کې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۱۶۰۰ کارکوونکو ته اړتیا لري. فاکت کرېسیندو موندلې چې د کارموندنې دا اعلان جعلي دی او د یونیسف […]

Continue Reading

فېسبوک د پاکستاني حسابونو د تړل کېدلو پرېکړه نه ده کړې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي که چېرته د «پاکستان باندې بندیز ولګوئ» کمپاین دوام ومومي نو فېسبوک به د پاکستاني کاروونکو اکاونټونه په موقتي یا دایمي توګه وتړي. د فېسبوک ویاند فاکت کرېسیندو ته ویلي چې دا راپورونه ناسم دي او فېسبوک دا ډول پرېکړه نه ده کړې. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو […]

Continue Reading

یو پخوانی او نا اړوند انځور د هلمند ورک شویو ماشومانو په توګه خپور شوی دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو یو پخوانی او نا اړوند انځور یې خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګنې په هلمند کې دوه ماشومان له خپلې کورنۍ څخه ورک شوي دي. د «فاکت کرېسیندو» موندنې ښیي چې دا انځور پخوانی دی او د افغانستان ماشومانو پورې اړه نه لري. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو […]

Continue Reading

مشهور کمیډین ابراهیم عابد نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په ناسمه توګه ادعا کړې چې ابراهیم عابد د طلوع تلویزیون د «شبکه خنده» مشهور کمیډین مړ شوی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۷مه ادعا کړې چې ابراهیم عابد د طلوع تلویزیون د «شبکه خنده» کمیډین وفات شوی دی. د […]

Continue Reading

د سرتیرو پخواني انځورونه د نوي انځورونو په توګه خپاره شوي

ځیني رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرتیرو پخواني انځورونه د نوي انځورونو په توګه خپاره کړي دي. ادعا د ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرتیرو عکسونه د دغې قول اردو فېسبوک پاڼې، د هېواد رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا د اپریل د میاشتې […]

Continue Reading

د سوختوک برېښنا بند د نړېدو ګواښ سره مخ نه دی

په ټولنیزو رسنیو کې د دایکندي د سوختوک برېښنا بند ځیني عکسونه لاس په لاس شوي چې ویل شوې د درز له امله د نړېدو له خطر سره مخ دی. خو چارواکي وایي چې خوندي دی. ادعا د بامیان آنلاین سیمه ایز ټلویزیون د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ پر ۱۸مه داسې انځور خپور کړی چې […]

Continue Reading

د کابل سرای شمالي هدیره نه ړنګیږي

په دې وروستیو کې د خلکو تر منځ یوه ګونګسه خپره شوې وه، ګواکې دا چې حکومت غواړي د کابل سرای شمالي سیمې سړک پراخولو لپاره څېرمه هدیره ړنګه کړي. په همدې موخه یو شمېر خلک د خپلو خپلوانو د قبرونو کیندلو باندې پیل وکړ، تر څو چې مړي بل ځای ته ولېږدوي. آیا رښتیا […]

Continue Reading