
په ټولنیزو رسنیو کې د هند بالیووډ نوموتي اداکار شاه رخ خان انځورونه خپاره شوي دي. په انځور کې نوموړی خپل ماسک لیرې کړی دی چې ادعا شوې ګواکې هغه د لتا پر جنازه باندې یې لاړې غورځولي دي.
د هند مشهوره سندرغاړې لتا منګیشکر د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۵ مه نېټه د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه. هغه پر کورونا باندې اخته شوې وه.
د هند اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي په ګډون ډیری مشهورو کسانو د آغلې لتا منګیشکر جنازې ته ورغلي وو او نوموړې ته یې درناوی وکړ.
په دې لړ کې د هند د سینما اداکار شاه رخ خان هم د نوموړې جنازې ته ورغلی وو. د ښاغلي شاه رخ خان څو انځورونه له ناسمو ادعاګانو سره شریک شوي دي. په ادعا کې راغلي چې ګواکې ښاغلی خان د لتا پر جنازه لاړې غورځوي.
په عکسونو کې لیدل کیږي چې شاه رخ خان دوعا کوي او د ماسک په لیرې کولو سره یو څه تر سره کوي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ویلي چې ګواکې نوموړی لاړې غورځوي او د آغلې لتا سپکاوی کوي.

تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:
د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي:
«د لتا منګیشکر په جنازه کی تیره ورځ شاه روخان د ډیرو اداکارانو ترمخه د هغی جنازی ته ورغلی او د دعا لپاره یی لاسونه پورته کړه د دعا څخه یی وروسته ماسک ایسته کی او پر پوه یی کړل
پر هندی وګړو او رسنیو دا بده ولګیده او ویی ویل چی شاه روخان د لتا بیعزتی وکړه او پر لتا منګیشکر یی تو کړه.»
د حقیقت پلټنه
د ادعا په اړه د حقیقت موندلو لپاره، موږ د ادعا تصدیق کولو لپاره پر شریک شوي عکسونو باندې د ګوګل پلټنه وکړه.
د یکشنبې په ورځ د ممبۍ په شیواجي پارک میدان کې د لتا منګیشکر جنازې ته شاه رخ خان له خپلې مینېجر پوجا دادالله سره تللي وو. لتا منګیشکر پر وړاندې د درناوي عکس او ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي دي.
فاکټ کریسینډو د کشمیر له یوه اسلامي عالم اصف اقبال سره اړیکه ونیوله او پوښتنه یې وکړه چې “شاه رخ خان د ماسک له لرې کولو وروسته څه وکړل؟” نوموړي موږ ته وویل: “د فاتحې سوره له تلاوت وروسته د دعا دود دی. په ویډیو کې دا هم ښودل کیږي چې شاه رخ خان د ذهني سکون لپاره د لتا منګیشکر لپاره دعا کوي.”
د بنګال د هریش چندرا سیمې د اهل حدیثو ټولنې غړی امام امین الدین فیضي وايي: «د اسلامي عباداتو له مخې د دعا له پای ته رسېدو وروسته له خولې څخه هوا راووځي. دلته غوره دا ده چې دوعا په پټه خوله ووایو». حتی په شریک شوي عکسونو او ویډیو کې، شاه رخ خان د لتا منګیشکر جنازې ته ولاړ دی او خدای ته د مغفرت دعا کوي.
موږ د دې عکسونو او ویډیو په اړه د اسلامي مطالعاتو له کارپوه ډاکټر زبیر هودوي څخه هم معلومات اخیستي چې د نوي ډیلي له جواهر لال نهرو پوهنتون څخه یې پی ایچ ډي کړې ده. د هغه په وينا: «پر مړي باندې لاړې غورځول غیر شرعي کار دی.»
له همدې امله دا امکان نشته چې شاه رخ خان دې لاړې غورځولي وي.
په عکسونو او وېډیو کې لیدل کیږي چې شاه رخ خان له دعا څخه وروسته پوکی کوي.
د هند جامعه ملیه اسلامیه کالج د اسلامی مطالعاتو د څانګې مشر پروفیسر او مشر ډاکټر اقتدار خان وویل چې په اسلام کې له ښخولو نه مخکې یا د جنازې نه مخکې کله چې مړی ولیدل شي نو د فاتحې سوره او دعا ویل کیږي.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا ناسمه ده. شاه رخ خان د لتا منګیشکر پر جنازې باندې لاړې نه دي غورځولي. هغه د اسلامي دود سره سم لتا ته د مغفرت دعا په موخه خپل ماسک لیرې کوي.

سرلیک: شاه رخ خان د هند نوموتې سندرغاړې پر جنازه یې لاړې نه دي غورځولي، خو څه یې وکړل؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False