پخوانی ولسمشر اشرف غني د چاړه برید له امله نه دی ټپي شوی

False Political

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني انځور خپور کړی چې په الوتکه کې د خوب په حالت کې لیدل کیږي. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلی غني چین ته د سفر پر مهال په الوتکه کې په چاړه وهل شوی دی.

خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او د ښاغلي غني هغه سفر پورې تړاو لري چې نوموړی د خپلې ناروغۍ لپاره له هېواد نه بهر تللی وو. 

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د اپریل په ۳ ادعا کړې چې ګواکې پر اشرف غني باندې د چاړه برید شوی دی. د «تازه خبر/خبر عاجل» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «ولسمشر غنی بیګا 10:35بجی چین ته د سفر پر مهال د یو ناپیژانده کس لخو په جاز کی په چاقو واهل شوی دی چی خالت یی ډیر خراب دی چی اوس مهال د چین ابین روعتون کی درمنلی لاندی دی».

فېسبوک پسټ/ ارشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا عکس پخوانی دی. دا انځور د ښاغلي غني د هغه سفر پورې تړاو لري چې د خپلې ناروغۍ لپاره بهر هېواد ته په الوتکه کې د تللو په حال کې وو.

دا انځور په ۱۳۹۴ هجري لمریز کال کې د «تسنیم خبري اژانس» په وېبپاڼه کې له یوه راپور سره خپور شوی دی. د راپور په سرلیک کې لیکل شوي چې اشرف غني د خپلې ناروغۍ ډېروالي له امله بهر هېواد ته ولاړ.

وېپاڼه/ ارشیف لېنک

پایله

له پورتنیو پلټنو څخه څرګنده شوه چې د فېسبوک پسټ ادعا ناسمه ده. ښاغلي غني په دې وروستیو کې د چاقو له کوم برید سره مخ شوی نه دی. 

نوموړی چین ته سفر نه دی کړی او د سفر دا انځور یې پخوانی دی.

Avatar

سرلیک: پخوانی ولسمشر اشرف غني د چاړه برید له امله نه دی ټپي شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *