
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دا خبر نشر کړی دی ګواکې اسدالله خالد نیم بدن فلج شوی دی. ښاغلی خالد ډېر وخت کیږي چې د درملنې لپاره له هېواد نه بهر دی. د ولسمشر د یوه فرمان له مخې، د هغه تر ښه کېدلو پورې جنرال یاسین ضیا د ملي دفاع وزارت سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
تولنیزې رسنۍ
دا ادعا په پراخه توګه په فېسبوک او تویتر کې نشر شوی دی او په کې ویل شوي چې اسدالله خالد له یوه عملیات نه وروسته له ملا څخه لاندې فلج شوی دی.
د فېسبوک د یوه کاروونکي پوسټ
د فېسبوک ځیني پاڼې بیا د یوې نامالومې منبعې نوم اخستی او دا خبر یې خپور کړی دی.
د فېسبوک د یوې پاڼې لېنک
د پېښې ارزونه
ښاغلی اسدالله خالد ناروغ دی او په بهر کې تر درملنې لاندې دی خو د فلج کېدلو په اړه یې هېڅ کومه سرچېنه خبر نه دی ورکړی. د ملي دفاع وزارت بیا ویلي چې ښاغلی اسدالله خالد د دفاع وزارت له مسوولینو او جنرالانو سره په آنلاین ډول خبرې اترې کړي دي او ډېر ژر به د خپلې دندې تر سره کولو لپاره هېواد ته راشي.
د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې راغلي چې محمد یاسین ضیا د ملی دفاع وزارت سرپرست او د دغه وزارت د لوی درستیز په توګه ټاکل شوی دی. د اعلامیې له مخې، د ولسمشر غني د حکم له مخې افغان لوی درستیز محمد یاسین ضیا به د دفاع وزیر اسدالله خالد د روغتیايي حالت تر ښه کېدو د دغه وزارت سرپرست وي.
د ملي امنیت شورا تویتر پاڼه
پایله
د ټولنیزو رسنیو له خوا چې کومه ادعا د اسدالله خالد په اړه شوې ګواکې دا چې هغه فلج شوی دی، حقیقت نه لري. ښاغلی خالد د درملنې لپاره له هېواد څخه بهر تللی دی او د هغه د فلج کېدلو خبر ناسم دی. د ده تر رغېدلو او هېواد ته بېرته راتګ پورې، جنرال یاسین ضیا د ملي دفاع وزارت سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.