ایا پخوانی افغان ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې پنجشیر ته تللی دی؟

False Political

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او پخوانی ولسمشر اشرف غني له هېواده وتښتېد، په فېسبوک کې یو شمېر ناسم مالومات د نوموړي په اړه خپاره شوي دي.

په دې وروستیو کې په فېسبوک کې د یو شمېر کاروونکو له خوا ادعا شوې چې ګواکې ښاغلی غني پنجشیر ولایت ته تللی دی. 

له دغې ادعا سره یو عکس هم خپور شوی دی. 

تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

Facebook Archive

د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوي: 

«ولسمشر غني پرون مازیګر ۴:۳۰  پنجشیر ته راورسید».

د فاکټ کریسینډو موندنې ښیې چې پنجشیر ته د ښاغلي غني د ورتګ ادعا ناسمه ده او نوموړی عکس پخوانی دی. 

 حقیقت موندنه

د ادعا او شریک شوي عکس په اړه د حقیقت موندلو لپاره، موږ د ګوګل پلټنه تر سره کړه. د پلټنې په پایله کې مو وموندله چې عکس پخوانی دی. دا عکس په ۲۰۱۹ کال کې د سپټمبر په میاشت کې د محمد اشرف غني د رسمي فېسبوک پاڼې له خوا خپور شوی وو.

Facebook Ashraf Ghani Archive

دا عکس د ټاکنو کمپاین د یوې غونډې پورې تړاو لري. په دغه غونډه کې له ښاغلي غني سره د نوموړي لومړی مرستیال امرالله صالح هم ګډون کړی وو. 

نو له دې څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا ناسمه ده.

پایله

له پورتنیو پلټنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا ناسمه ده او د ښاغلي غني دا عکس پخوانی دی. دا عکس د ټاکنیز کمپاین یوې غونډې پورې تړاو لري چې محمد اشرف غني په ۲۰۱۹ کال کې د سپټمبر په میاشت کې پکې ګډون کړی وو. 

نوموړی په دې وروستیو کې پنجشیر ته نه دی تللی.

Avatar

سرلیک: ایا پخوانی افغان ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې پنجشیر ته تللی دی؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *