
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۳۰ مه د ماسپښین د لمانځه پر مهال په پېښور کې یوه خونړۍ چاودنه وشوه.
په هرصورت، یو پخوانی عکس د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ترمنځ د وروستي چاودنې په اړه شریک شوی.
تاسو کولی شئ لاندې ورته یو فیسبوک پوسټ وګورئ

د فیسبوک پوسټ ادعا کوي: “نن په پیښور کې پرمسجد د برید په نتیجه کي
شهید شوي قران کریم، هغه د ایت معناء باندي به پوهیږی”
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کونکي دي ځکه چې یو پخوانی او غیر اړونده عکس د غلطو ادعاګانو سره شریک شوی.
د حقیقت معاینه
دا خو رښتیا ده چې د پاکستان د پېښور په یوه جومات کې یوه خونړۍ چاودنه شوې ده.
له همدې امله موږ د شریک شوي عکس شاته حقیقت موندلو لپاره د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ. د پلټنو پر مهال مو وموندله چې هغه عکس چې په ټولنیزو رسنیو کې د پېښور د وروستیو چاودنو په تړاو خپور شوی، په حقیقت کې پخوانی دی او له دې پېښې سره تړاو نه لري.
د تحقیقاتو په جریان کې، موږ وموندله چې دا عکس په ۲۰۱۹ کال کې د سوریې په ادلب ښار کې د جومات د بمبارۍ وروسته اخیستل شوی و.
د eldorar.com په نوم یوې وېبپاڼې همدا عکس په عربي ژبه په یوه مقاله کې خپور کړی او د خپرې شوې مقالې له مخې دغه عکس د یوه جومات کنډوالې ښيي چې د بشار الاسد د رژیم د قوماندانانو له خوا د یو لړ هوايي بریدونو په ترڅ کې بريد شوی و.

د Tech 4 Peace په نوم یوې فیسبوک پاڼې هم د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۰مه نیټه ورته عکس خپور کړی وو، د فیسبوک په پوسټ کې دا هم ویل شوي چې د سوریې په ادلب کې د هوايي برید په ترڅ کې یو جومات ویجاړ شوی و.

پایله
نو له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې دغه عکس د پېښور په یوه جومات کې له وروستۍ چاودنې سره تړاو نه لري، دا عکس په ۲۰۱۹ کال کې د سوریې په ادلب ښار کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د یو جومات له ویجاړېدو وروسته اخیستل شوی دی.

Title:په پېښور کې د وروستۍ چاودنې په تړاو یو پخوانی عکس شریک شوی.
Fact Check By: Fact Crescendo TeamResult: Misleading