د پاکستان په پېښور کې د وروستۍ چاودنې په تړاو پخوانی عکس شریک شوی.

International Misleading

د پاکستان په پېښور ښار کې په یوه جومات کې چاودنه شوې چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  پاکستاني طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړل.

په هرصورت، ډیری غلط معلومات په ټولنیزو رسنیو کې د وروستي بدمرغه چاودنې په تړاو سره شریک شوي.

 په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د پېښور د وروستۍ چاودنې په تړاو یو پخوانی عکس خپور شوی دی.

 تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

 په  فیسبوک پوسټ کې ادعا شوې چې  ولسمشر اشرف غنی د پیښور برید په کلکو ټکو غندلی او غمرازی یی ښودلی.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کوونکې دي ځکه چې يو پخوانی عکس د پاکستان په پېښور کې شوې چاودنې په تړاو شريک شوی .

 د حقیقت معاینه

 

د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شوي عکس تر شا د حقیقت موندلو لپاره زموږ د پلټنې پیل کولو لپاره، موږ لومړی د ادعا شوې پیښې په اړه کلیدي کلمې وپلټلې.

 د پلټنو پر مهال مو د بي بي سي پښتو له خوا خپره شوې مقاله وموندله چې پرون د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور په یوه جومات کې شوې پېښې په بره معلومات درلوده. 

 تاسو کولی شئ د لاندې لینک څخه د پیښې په اړه نور ولولئ:

بي بي سي پښتو  آرشيف لینک 

نور پلټنو لپاره مو د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه ولټول، موږ ولیدل چې پخواني ولسمشر اشرف غني د خپل ټویټر اکاونټ له لارې د پېښور وروستۍ چاودنه غندلې ده.

آرشيف لینک  

بیا موږ په شریک شوي عکس کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو سره زموږ  تحقیق وکړ.  موږ ولیدل چې د پیښور د وروستۍ چاودنې په تړاو یو پخوانی او بې تړاوه عکس شریک شوی دی.

موږ ولیدل چې شریک شوی عکس دوه کاله پخوانی دی او ورته عکس د DAILY PAKISTAN  ورځپاڼې په یوه مقاله کې خپور شوی او د خپرې شوې مقالې له مخې ورته عکس د یوې پخوانۍ پیښې سره تړاو لري کله چې د ۲۰۲۱ کال د مۍ په مياشت کې  د بلوچستان صوبايي مرکز کوټه  کې یوه چاودنه وشوه. 

Daily Pakistan   آرشيف لینک 

PAKISTAN TODAY  آرشيف لینک 

 پایله

نو له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د پېښور په یوه جومات کې د تېرې ورځې د وروستۍ چاودنې په تړاو د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له خوا بې بنسټه او پخوانی عکس خپرېږي.

Avatar

سرلیک: د پاکستان په پېښور کې د وروستۍ چاودنې په تړاو پخوانی عکس شریک شوی.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *