
په ټولنیزو رسنیو کې یو پخوانی انځور لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د برېښنا پایو د چاودنو په تور پنځه کسان د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي.
ادعا
د برېښنا پایو د چاودنو په تور ۵ تنه نیول شوي دي.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان کال د ثور په ۲۶مه نېټه د یوه انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې د ملي امنیت له خوا پنځه تنه د برېښنا د پایو ورانولو په تور نیول شوي دي. په انځور کې څو تنه شکمن کسان د دوو سرتیرو تر څنګ لیدل کیږي. دا خبر په فېسبوک کې ډېر ځله لاس په لاس شوی دی.
د فېسبوک یو کاروونکی
له بلې خوا څخه یو شمېر رسنۍ هم د داخلې وزارت ویاند مرستیال حمید روشن له قوله راپور ورکړی چې څو تنه د برېښنا پایو د الوزولو په تړاو نیول شوي دي.
د خامه پریس راپور
د «نوښت وېبپانه» په نوم فېسبوک پاڼه هم دا ناسم انځور خپور کړی دی.
حقیقت موندنه
مونږ د ګوګل برعکس موندنې له لارې په دغه انځور پلټنه وکړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی. دا هغه کسان دي چې په هرات کې د اسلامي بانک د غلا په تور نیول شوي وو.
د «اطلاعات روز» په نوم خبري وېبپاڼه دا انځور یې په ۱۳۹۹ کال کې د یوه راپور سره یو ځای خپور کړی دی. په راپور کې د هرات ملي امنیت ریاست له قوله لیکل شوي: « د اسلامي بانک د غلا عاملین په دغه ولایت کې ونیول شول.»
په راپور کې لیدل کیږي چې دا انځور پخوانی دی
له بلې خوا د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال په خپله فېسبوک پاڼه کې د برېښنا پایو چاودنو په تور د شکمنو کسانو نېول کېدلو خبره رد کړې ده. ده لیکلي: «د برېښنا پایو د ساتلو په موخه جدي تدابیر نیول شوي دي خو تر اوسه پورې هېڅوک د برېښنا پایو چاودنو په تور نه دي نیول شوي.»
د امرالله صالح فېسبوک پاڼه
د یادونې ده چې په دې ورستیو کې د برېښنا څو پایې د نامالومو کسانو له خوا په کلکان، میربچه کوټ او کابل ښار کې په بمونو الوزول شوې دي چې ورسره د کابل او څېرمه ولایتونو برېښنا هم پرې شوې ده.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې د پنځو کسانو هغه انځور ناسم دی چې ګواکې د برېښنا پایو د الوزولو په تور نیول شوي دي. دا کسان په هرات کې د اسلامي بانک د غلا په تور پخوا نیول شوي وو.