ایا د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو، رېښتیا وژل شوی دی؟  

False International

پر ایران د امریکا-اسراییلو د جګړې په دوران کې د 2026 کال مارچ میاشتې په 2مه د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په اړه ادعا کړې، چې ګواکې هغه د ایران له لوري د یو توغول شوي توغندي په پایله کې وژل شوی دی. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده او د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو لا هم ژوندی دی.   

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې لیکلي دي: «د اسراییلو لومړی وزير نتنياهو د ايران په توغنديز بريد کې وژل شوی دی.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د بنیامین نتنیاهو په اړه وروستي خبرونه دا دي، چې هغه د مارچ په لسمه په ​​فزیکي توګه د اسراییلو د اشدود بندر ښار او بندر څخه لیدنه کړې، په داسې حال کې شوې ادعا د مارچ په 2مه شوې ده. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د اسراییلو د لومړي وزیر له رسمي ایکس اکونټ او د اسراییلو د حکومت رسمي یوټیوب چینل مو هم سکرول کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.

د مارچ په لسمه د The Prime Minister of Israel له رسمي ایکس پاڼې پوسټ شوی او په کې لیکل شوي دي: 

لومړی وزیر نتنیاهو:

“زه دلته د اشدود په بندر کې یم. بندرونه او اسمانونه کار کوي او اقتصاد په لوی ځواک سره ‘په بشپړ ډول’ روان دی…

ارشیف 

همدا راز موږ د Government Press Office له رسمي یوټیوب چینل څخه هم لېدنه وکړه او هلته هم اشدود بندر ته د نتنیاهو د سفر په اړه وروستۍ ویډیو پوسټ شوې ده.

ارشیف

د دې تر څنګ موږ چې د نوموړي په اړه وروستي خبرونه وپلټل نو فرانس 24 خبري شبکې هم د مارچ په لسمه د نتیاهو په اړه خبر خپور کړی، چې پکې لیکل شوي دي:

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړ چې د ایران پر وړاندې د اسراییل پوځي برید “لا تر اوسه نه دی بشپړ شوی”.

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د بنیامین نتنیاهو په اړه وروستي خبرونه دا دي، چې هغه د مارچ په لسمه په ​​فزیکي توګه د اسراییلو د اشدود بندر ښار او بندر څخه لیدنه کړې، په داسې حال کې شوې ادعا د مارچ په 2مه شوې ده. 

Result Stamp

Title: ایا د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو، رېښتیا وژل شوی دی؟  

Fact Check By: Fact Crescendo Team

Result: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *