د پاکستاني عسکرو د وهلو یوه ویدیو له ناسمې ادعا سره خپره شوې ده، چې ګواکې دوی له افغان ځواکونو سره په نښته کې د تېښتې له امله شکنجه شوي دي.

False International

د ۲۰۲۵ کال تېرې اکتوبر میاشت کله، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ډیورنډ فرضي کرښه امنیتي وضیعت کړکېچن وو، نو په دې لړ کې د همدې کال اکتوبر میاشتې په ۱۶مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ښکاري پاکستاني پوځیان خپل غړي په سخت شکل سره وهي. د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو د دې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګواکې دا هغه پنجابي عسکر دي، چې له افغانستان سره په جګړه کې له میدان څخه تښتېدلي دي او بیا خپلو افسرانو د جزا په توګه وهل ورکړي دي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې خپره شوې ویډیو له شوې ادعا سره هیڅ تړاو نلري او پخوانۍ هم ده.

دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې یو پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له خپرې شوې ویډیو سره لیکلي: «دا پنجابي عسکر  ځکه وهل شوي، چې افغانستان سره نښته کې یې له میدان څخه تېښته کړې ده».

Archive | + video | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو له ادعا سره خپره شوې ویډیو هیڅ تړاو نلري. په یاده ویډیو کې وهل شوي عسکر افغانستان سره د ۲۰۲۵ کال اکتوبر جګړه کې تر تېښتې وروسته ندي وهل شوي، ځکه چې دغه ویډیو شاوخوا ۶ کاله پخوانۍ ده.

موږ ولې وایو، چې دغه ویډیو پخوانۍ او بې تړاوه ده؟

موږ د خپرې شوې ویډیو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج کې وپلټل او همدا راز د شوې ادعا اړوند کلیدي توري مو هم سرچ کړل. د ترلاسه شویو شواهدو او موندنو په پایله کې مالومه شوه، چې دا ویډیو شاوخوا ۶ کاله پخوا په بېلا بېلو ادرسونو کې خپره شوې ده، په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ذکر شوې ادعا اوس یعني ۲۰۲۵ کال اکتوبر کې کړې ده. 

موږ پر یوټیوب همدا ویډیو وموندله، چې ۶ کاله پخوا خپره شوې ده او هلته ورسره لیکل شوي، چې دا د پاکستاني SSG پوځیانو ټرینینګ صحنه ده. تاسې یې په لاندې انځور کې کتلی شئ.

ارشیف

همدا راز موږ وموندل، چې همدا ویډیو پخوا هم له ناسمو ادعا سره خپره شوې ده او ۲۰۱۹ کال کې پرې څېړنې شوي دي. د بوم په نوم یو ویبسایت همدا ویډیو فکټ چیک کړې ده او ورسره یې لیکلي دي: د پاکستان څخه د کمانډو د روزنې ګرافیک ویډیو په سریلانکا کې د نیول شویو ترهګرو په توګه په غلط ډول شریکه شوې ده.

ارشیف

د دې سربېره تاسې یو بل فکټ چیک هم په دې لینک کې لوستلی شئ، چې د یادې ویډیو په تړاو خپور شوی دی. فاکټلي لیکلي، د پاکستان د ایس ایس جي کمانډو د روزنې ویډیو د سریلانکا د پولیسو د ترهګرو ملاتړ کونکو د شکنجه کولو په توګه شریکه شوې ده. 

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې په یاده ویډیو کې وهل شوي عسکر افغانستان سره د ۲۰۲۵ کال اکتوبر جګړه کې تر تېښتې وروسته ندي وهل شوي، ځکه چې دغه ویډیو شاوخوا ۶ کاله پخوانۍ ده.

Avatar

د پاکستاني عسکرو د وهلو یوه ویدیو له ناسمې ادعا سره خپره شوې ده، چې ګواکې دوی له افغان ځواکونو سره په نښته کې د تېښتې له امله شکنجه شوي دي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *