د ملا برادر له یوې ایډیټ شوې ویدیو سره بې اساسه ادعا شوې ده.

International Misleading

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا مرستیا ملا عبدالغنی برادر یوه ویډیو له دې ادعا سره خپریږي، چې ګواکی نوموړی د سورة الناس د تلاوت کولو پر مهال غلطیږي او پرې نه پوهیږي، په داسې حال کې چې دغه ویډیو اصلاً ایډیټ شوې ده او ملا برادر په اصلي ویډیو کې د کوم سورت تلاوت نه، بلکې د اختر د لمانځه پر مهال د وینا پیلامه خلکو ته اوروي.

لومړی تاسې کولی شئ، د ټولینزو رسنیو یو شمېر کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول وګورئ:

دوی له دې ایډیټ شوې ویډیو سره بېلا بېلا ټکي لیکي، چې په عامه توګه د دوی هدف دا دی، چې ملا برادر د سورة الناس په تلاوت نه پوهیږي.

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | X-Post

رېښتیا څه دي؟

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه ویدیو ایډیټ شوې او په اصلي ویډیو کې هغه د تېر اختر د لمانځه پر مهال وینا خلکو ته اوروله. نو د ټولنیزو رسنیو دغو کاروونکو هغه ادعا بې اساسه ده، چې ګواکې ملا برادر په سورة الناس نه پوهیږي.

موږ ولې وایو، چې دا ویډیو اصلي ایډیټ شوې ده؟

موږ د خپرې شوې ویډیو پر یو منظم سکرین شاټ ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې زیات شمېر شواهد لاس ته راغلل او ثابته شوه، چې دا اصلي ویدیو نه، بلکې ایډیټ شوې ده او ورسره شوې ادعا، چې ګواکې ملا برادر په سورة الناس نه پوهیږي، بې اساسه ده.

موږ د ملا برادر دغه ویډیو د ملي رادیو ټلویزیون پښتو یوټیوب چینل کې پیدا کړه، چې هلته مالومه شوه، چې نوموړی د اختر د لمانځه پر مهال وینا کوي او داسې کوم څه په ویډیو کې نه لیدل کیږي، چې ګني نوموړی دې د سورة الناس د تلاوت پر مهال غلط شوی او یا یې دغه سورت تلاوت کړی وي. 

Archive

موږ همدا راز دغه ویډیو د ملي رادیو ټلویزیون دري یوټیوب چینل کې هم پیدا کړه، چې تاسې هلته هم کتلی شئ:

Archive
پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې د ملا عبدالغني برادر دغه ویدیو ایډیټ شوې او په اصلي ویډیو کې هغه د تېر اختر د لمانځه پر مهال وینا خلکو ته اوروله. نو د ټولنیزو رسنیو دغو کاروونکو هغه ادعا بې اساسه ده، چې ګواکې ملا برادر په سورة الناس نه پوهیږي.

Avatar

د ملا برادر له یوې ایډیټ شوې ویدیو سره بې اساسه ادعا شوې ده. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *