د مقاومت ځواکونو او طالبانو جګړه؛ د یوې ولسوالۍ د سقوط ادعا په تړاو پخوانی انځور شریک شوی

False Security

افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه  د طالبانو د واکمنۍ له اعلان وروسته د واک د ستر انتقال شاهد وو.

 د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امرالله صالح او احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو او مقاومتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې.

یو ځل بیا په پنجشیر او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو او مقاومتي ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه دي. خو له دې سره سره، یو شمېر ناسم معلومات هم د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ترمنځ خپریږي او شریک کیږي.

 په ټولنیزو رسنیو کې دوه پخواني عکسونه په پراخه کچه  له دې ادعا سره شریک شوي چې  د بغلان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د مقاومت ځواکونو نیولې ده.

تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

فېسبوک   آرشيف

 په فیسبوک کې ادعا شوې چې د بغلان ولایت د شینوارو ولسوالۍ په بشپړه توګه د مقاومت ځواکونو او سمیع سعادت له خوا نیول شوې ده.  د فېسوک پسټ ادعا له مخې، طالبان له جګړې وروسته تسلیم شوې او ولسوالۍ یې پرېښې.

خو د فاکت کرېسینډو موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او په بغلان ولایت کې د شینواری په نوم ولسوالۍ شتون نه لري.

 د حقیقت پلټنه

د دې لپاره چې د فېسبوک ادعا او شریک شوي عکسونو تر شا حقیقت ومومو، موږ په دواړو شریک شویو عکسونو باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. 

د پلټنو په پایله کې مو وموندله چې دا عکسونه پخواني دي او په افغانستان کې د کومې وروستۍ پېښې پورې تړاو نه لري.

لومړی عکس:

 لومړی عکس د تیر کال راهیسې په انټرنیټ کې خپور شوی دی.  د فیسبوک او ټویټر ځینو کاروونکو دا عکس تېر کال شریک کړی وو.

ټوېټر   آرشيف لینک

 دوهم عکس:

دوهم عکس هم پخوانی دی.  دا عکس په ۲۰۲۱  کال د جنورۍ پر  ۳۰مه د تېر حکومت د دفاع وزارت پخوانی ویاند فواد امان له خوا په تویتر کې خپور شوی دی.

ده لیکلي:

  ” افغان امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو  د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې بېرته ونیوله.  طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او له ولسوالۍ څخه تښتېدلي دي.  د هغوی وسلې او مهمات د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. ”

فواد خان    آرشيف لینک

طلوع نيوز  آرشيف لینک

نو له دې څخه څرګندیږي چې دواړه انځورونه پخواني دي او په افغانستان کې د کومې وروستۍ پېښې پورې اړه نه لري.

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې شریک شوي عکسونه پخواني دي. د شینوارو ولسوالۍ په بغلان ولایت کې شتون نه لري، هغه څه چې په فېسبوک پوسټ کې یې د سقوط ادعا شوې.

Avatar

عنوان: د مقاومت ځواکونو او طالبانو جګړه؛ د یوې ولسوالۍ د سقوط ادعا په تړاو پخوانی انځور شریک شوی

بررسی واقعیت توسط:  Fact Crescendo Team 

نتیجه: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *