د جنګي الوتکو د رسم ګذشت پخوانۍ وېډیو په اوکراین کې د روسیې الوتکو په توګه خپره شوې ده

International Partly False

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه پر اوکراین باندې د پوځي عملیاتو اعلان وکړ.  په اوکراین کې د روسي ځواکونو له خوا د رامنځته شوې ویجاړۍ عکسونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې په بې ساري ډول شریک شوي دي.

د روانې جګړې په لړ کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو شریکه شوې چې ادعا کوي د روسیې جنګي الوتکې د اوکراین په آسمان باندې الوتنې کوي.

فاکت کريسينډو موندلې چې وېډیو پخوانۍ ده او د روسیې  او اوکراین د روانې جګړې پورې هېڅ تړاو نه لري.

ادعا

 د ټولنیزو رسنیو ډیری کاروونکو یوه وېډیو شریکه کړې چې پکې جنګي الوتکې لیدل کیږي. په  فیسبوک کې دا وېډيو له دی ادعا  سره شریکه شوی چې ګواکې د روسیې جنګي الوتکې په د اوکراین په آسمان الوتنې کوي.

 تاسو کولی شئ لاندې ورته یو فیسبوک پوسټ وګورئ:

Facebook  Archive

د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوي:

«د روسيې هوايي ځواک د اوکراین په آسمان خپل قدرت نمايي کوي.»

 موږ له ورته وېډیو سره یو بل فیسبوک پوسټ موندلی چې ادعا کوي دا جنګي الوتکې د اوکراین پورې تړاو لري.

 تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ:

Facebook  Archive

 د فاکت کریسینډو څېړنې ښیي چې ویډیو پخوانۍ ده او د روسیې او اوکراین د روانې جګړې پورې تړاو نه لري.

د حقیقت پلټنه

مونږ دغه وېډیو په کوچنیو عکسونو او ټوټو باندې وویشله. وروسته مو پر دغو عکسونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنې په پایله کې په یوټیوب کې ورته وېډیو پیدا شوه چې شاوخوا دوه کاله وړاندې اپلوډ شوې وه.

دا وېډیو اوسنۍ نه ده بلکې د ۲۰۲۰ کال د مې میاشت پورې اړه لري.

په وېډیو کې جنګي جېټ الوتکې د روسیې توشینو ښار په اوږدو کې یو نظامي نمایش تر سره کوي.

Youtube  Archive

مسکو ټایمز هم دا ویډیو په خپل یوټیوب چینل کې اپلوډ کړې ده.

Moscow Times  Archive

د وېډیو په سرلیک کې راغلي: 

«د روسیې ۷۴ پوځي الوتکو او چورلکو نن د روسیې د بريا د ورځې د لمانځلو په پار د مسکو پر سر الوتنې وکړې.»

دغه وېډیو د ۲۰۲۰ کال د مې په میاشت کې د روسیې د بریا له امله د نظامي نندارې پورې اړه لري. د بری ورځ د مې په ۹مه نیټه په دوهمه نړیواله جګړه کې د  متحده ځواکونو د بریا په یاد لمانځل کیږي، هغه مهال چې په ۱۹۴۵ کال کې جرمن سرتیرو په رسمي توګه تسلیم شول او دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده.

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې دا وېډیو پخوانۍ ده او د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې پورې تړاو نه لري.

وېډیو په حقیقت کې د روسیې د جېټ الوتکو رسم ګذشت پورې تړاو لري.

Avatar

سرلیک: د جنګي الوتکو د رسم ګذشت پخوانۍ وېډیو په اوکراین کې د روسیې الوتکو په توګه خپره شوې ده

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *