
وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل، په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شمېر ناسم خبرونه لاس په لاس شوي دي. یوه وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې شریکه شوې چې پکې یو شمېر کسان وژل کیږي. د وېډیو په اړه ادعا دا ده چې طالبانو په افغانستان کې عیسویان اعداموي.
یو شمېر نړیوالې رسنۍ د طالبانو لخوا د وژنو په اړه راپورونه ورکړي دي چې ویل شوی ډېری عیسویان غواړي خوندي هېوادونو ته ولاړ شي.
د پوسټ سرلیک کې راغلی: «د سپټمبر په ۱۱مه په ۳:۰۳ دقیقو، عیسویان په افغانستان کې قتل عام کیږي. که بوهاري د نایجریا په لور وخوځیږي نو ورته پېښې سره به مخ شي.»
( پاملرنه: وېډیو د تاوتریخوالي ډکې صحنې لري. کولای شئ د خپل رضایت په صورت کې یې وګورئ)
حقیقت موندنه:
مونږ وېډیو په کوچنیو ټوټو وویشله او ورباندې مو د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله هغه وېډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې شریکه شوې ده د ځینو کوچنیو وېډیوګانو یوه برخه ده چې له ۶ څخه تر ۸ کلونو پخوا وخت پورې اړه لري. دا وېډیو د څلورو وېډیوګانو له کوچنیو ټوټو څخه جوړه شوې ده چې پخوانی دی او هغه وخت پورې اړه لري چې طالبان په افغانستان کې واک ته وو رسیدلی.
لومړۍ وېډیو:
د وېډیو په لومړۍ برخه کې د نارینه وو یوه ډله لیدل کیږي چې سترګې یې پټې دي او دوی یوې ژورې کندې ته غورځول کیږي. وروسته وسلوال کسان د هغوی پر سر ډزې کوي.
موږ په valiasr.aj.com ویبسایټ کې د وېډیو لومړۍ برخې ځینې سکرین شاټونه وموندل، کوم چې ښیې وېډیو د عراق بغداد پورې اړه لري. د خبر نېټه د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر میاشت پورې اړه لري. د ویبسایټ په وینا، وېډیو د داعش ځواکونو پورې اړه لري چې عراقي بندیان وژني.
د دې وېډیو په اړه یو بل خبر په ۲۰۱۶ کې خپور شوی دی چې ښیې د داعش نظامي کسان چې عربي جامې یې اغوستي دي، د عراق د اردو سرتیري وژني. دا نظامي سرتیري د «مشهور همغږیتوب تشکیل» یا (PMF) سازمان پورې اړه درلود. دا سازمان د عراقي حکومت لخوا د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړ شوی و.
دوهمه وېډیو:
د وېډیو دویمه برخه کې لیدل کیږي، یو شمېر کسان چې سترګې یې تړل شوي په یوه کوچنی باربري موټر کې لېږدول کیږي. وروسته یو سړی له وسلې سره د موټر پورته برخې ته خیژي او پر دغو کسانو د مرمۍ ډزې کوي.
په پایله کې مو وموندله چې دا وېډیو د سپیچر کمپ قتل عام پورې اړه لري چې په ۲۰۱۴ کې د داعش لخوا پر عراقي اردو باندې تر سره شوی وو.
د فارس نیوز ( Farsnews.ir ) په وینا، دا وېډیو د داعش ترهګرو لخوا په ۲۰۱۴ کې د سپیچر کمپ وژنې څخه وروسته خپره شوې ده.
په ۲۰۱۵ کال کې د البوابه لخوا خپور شوی راپور وایي چې داعش په ۲۰۱۴ کال کې په عراق کې د سپیچر کمپ له قتل عام وروسته ۲۳ دقیقې یوه وېډیو خپره کړې وه. وژل شوي سړي د عراقي اردو سرتیری وو چې د عراق په تکریت کې د سیچر کمپ کې ونیول شو او وروسته بیا ووژل شو.
درېیمه وېډیو:
په دریمه وېډیو کې لیدل کیږي چې د سړیو یوه ډله په ځمکه پرته ده چې لاسونه یې له شاه څخه تړل شوي دي او یو یو د ټوپک په واسطه ویشتل کیږي.
دا وېډیو د ۲۰۱۴ کال په اګست کې د «سي بي ایس ماښام خبرونه» (CBS) یوټیوب چینل لخوا خپره شوې ده. د خبري راپور له مخې، وېډیو په سوریه او عراق کې د داعش ترهګرو لخوا بریدونه ښیي. د وېډیو په متن کې راغلی چې د داعش ترهګرو د عراق پر شمالي ښارونو برید کوي او په ډله ایز قبرونو کې شیعه کسان وژني.
په وېډیو کې دا نه ده راغلې چې ګواکې طالبان دې په افغانستان کې عیسویان وژلي وي.
څلورمه وېډیو:
د وېډیو په څلورمه برخه کې د داعش ترهګر د سلګونو مړو تر څنګ ولاړ دي.
موږ وموندله چې دا وېډیو هم د ۲۰۱۴ کال پورې تړاو درلوده. د دې وېډیو په اړه د یو خبر له مخې، د داعش ترهګر د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د عراق په تکریت ښار کې د عراق لسګونه سرتیري اعدام کړي وو. دا وېډیو هم د ۲۳ دقیقو وېډیو ده چې ګومان کیږي په ۲۰۱۴ کال کې د سپیچر کمپ قتل عام څخه وروسته د داعش له خوا خپره شوې وي. شاوخوا ۱۷۰۰ کسان د سپیچیر په پوځي اډه کې ونیول شول او د تکریت ښار په بیلابیلو برخو کې ووژل شول چیرته چې د ولسمشرۍ ماڼۍ هم موقعیت لري.
د سپیچر قتل عام څه وو؟
د سپیجر کمپ قتل عام د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۲مه نېټه وشو. دا وژنه د داعش وسله والو لخوا ترسره شوه چې په تکریت کې مېشت سپیچیر کمپ باندې له برید کولو سره شاوخوا ۱۷۰۰ عراقیان ووژل شول. د دې وژنې اصلي هدف شیعه پوځي سرتیري او عراقي پوځ وو.
د افغانستان په اړه زمونږ د حقیقت موندنې ټول راپورونه په لاندې لېنک کې لوستلی شئ:
پایله
فاکت کرېسینډوموندلې چې د دې وېډیو په اړه شوې ادعا ناسم ده. په وېډیو کې نه لیدل کیږي چې ګواکې عیسویان د طالبانو له خوا وژل کیږي. دا وېډیو په حقیقت کې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو پخوا د څو وېډیوګانو یو ترکیب دی چې ښیې داعش وسله وال په عراق او سوریه کې خلک او اردو وژني. دا وېډیو په افغانستان کې د طالبانو لخوا د روان تاوتریخوالي پورې هېڅ تړاو نه لري.

سرلیک: په وېډیو کې داسې نه ښودل کیږي چې طالبان په افغانستان کې مسیحیان اعداموي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False