د عراق د چاودنې یو پخوانی عکس د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په ګلګت بلتستان کې د وروستي برید په توګه شریک شوی دی.

False International

د سکرین شاټ: د  فېسبوک پسټ ادعا کوي چې عکس د یوې چاودنې  پورې اړه لري چې د پاکستان تر  کنټرول لاندې کشمیر په ګلګت بلتستان سیمه کې  را منځ ته شوې.

د عراق په بغداد کې د چاودنې یو  پخوانی عکس په فېسبوک کې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په ګلګت بلتستان کې د وروستي برید په توګه شریک شوی دی،  چې په هغه کې د پاک اردو ډیری پوځیان ووژل شول.

په هرصورت ، کله چې موږ د عکس په اړه پلټنه وکړه،ومو موندله چې  نوموړی عکس له پاکستان سره هیڅ تړاو نه لري او په حقیقت کې دا د یوې چاودنې  پخوانی عکس دی چې په بغداد کې  را منځ ته شوې وه،  راځئ چې د دې موضوع جزیات و ارزوو او دا چې څنګه مو وشو کولای د دې وایرال انځور اصلي اړخ مالوم کړو.

ادعا؛

Facebook | Archived Linkد اصلي پوسټ لیدلو لپاره   ـ    

په پورته ورکړل شوي سکرین شاټ کې ، موږ کولی شو یوه ویجاړ شوې صحنه وګورو چې د چاودنې یا تروریستي برید څخه وروسته صحنې سره ورته والی لري.  د پسټ متن ادعا کوي چې دا عکس د پاکستان پورې تړاو لري او دا چې په ګلګت بلتستان سیمه کې چاودنه شوې ده.

دا یوازینی پوسټ ندی چې غلط معلومات  یې شریک کړی، په لاندې سکرین شاټونو کې هم یو شمېر پوسټونه لیدل کیږي چې ورته متن او انځور یې خپور کړی دی.

د سکرین شاټ: په فېسبوک کې ورته پوسټونه

حقیقت موندنه

د شریک شوي عکس په اړه د حقیقت موندلو لپاره ، موږ په ګوګل کې د  انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه  چې په پایله کې د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر ۱۵مهپه بغداد کې د یوې چاودنې پخوانی انځور په توګه را څرګند شو.

موږ له ښاغلي عزت الله سره چې یو ژورنالیست دی او له آزاد اردو سره کار کوي، خبرې وکړې.هغه تایید کړه چې دا خبر  ناسم دی او پدې وروستیو کې په ګلګت بلتستان کې داسې کومه پیښه نده را منځ ته شوې.

 لاندې خبر په ۲۰۱۴ کې  خپور شوی دی چې وايي دا عکس د هغو چاودنو لړۍ پورې اړه لري کوم چې په بغداد کې د طیبیه په ختیځ شیعه ګاونډ کې پېښ شوې وې، چې په کې ۳۵ کسان  ووژل شول او ۹۸ نور ټپیان شول.

 دا انځور په  ۲۰۱۴ کال په د اکټوبر په ۱۶مه   د «امریکا غږ» له خوا خپور شوی.

د راپور سکرین شاټ او لېنک لاندې شریک شوي دی:

د خبر مقالې سکرین شاټ او لینک لاندې شریک شوی دی: 

VOA | Archived Link

د عراق او لیونت اسلامي دولت (داعش) ډیری ترهګریز بریدونه یې ترسره کړي چې بهرني اتباع، وسله وال ځواکونه او همدارنګه شیعه مسلمانان یې په نښه کړي دي . ، لکه څنګه چې د خبر راپور څخه څرګندیږي، دا په ۲۰۱۴  کې یو ورته برید و

موږ په ګلګت بلتستان کې د برید په تړاو د خبرونو لپاره د ټولو مخکښو نړیوالو رسنیو ویب پاڼې او د پاکستاني سیمه ایزو خبرونو ویب پاڼې وپلټلې.

مګر موږ هیڅ داسې خبر یا راپورونه ونه موندل چې  وښایي ګنې دا ډول برید تر سره شوی دی. د پاکستاني رسنیو لخوا داسې کوم راپور هم نه دی ورکړل شوی.

پایله

زموږ له پلټنو څخه دا څرګندیږي چې خپور شوی عکس د ګلګت بلتستان نه دی بلکه د یوې چاودنې عکس پورې اړه لري چې ۷ کاله وړاندې د عراق په پلازمېنه بغداد کې را منځ ته شوې وه.

Avatar

سرلیک: د عراق د چاودنې یو پخوانی عکس د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په ګلګت بلتستان کې د وروستي برید په توګه شریک شوی دی.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *