د مقاومت له جبهې سره د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو د یو ځای کېدلو ادعا په تړاو پخواني انځورونه خپاره شوي

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دغه هېواد د سر خبر ګرځیدلی دی. د طالبانو پر وړاندې د مقاومت او لاریون خبرونه هم ځیني وخت په رسنۍ کې خپاره کیږي. د طالبانو په واسطه د پخوانیو چارواکو د وژلو او شکنجه کولو راپورونه هم په رسنۍ […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې طالب ځواکونه د مقاومت جبهې ته نه دي تسلیم شوي

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې ۴۵ طالب ځواکونو د افغانستان ملي مقاومت جبهې ته تسلیم شوي دي. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او د داعش جنګیالیو پورې تړاو لري چې په ۲۰۱۹ کال کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو.  […]

Continue Reading

د زهرجن ګاز له امله د مسمومې شویو نجونو پخواني انځورونه په کابل کې د چاودنې قربانیانو په توګه خپاره شوي

په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې چاودنې شوي دي. دا چاودنې په جومات او ښوونځي کې تر سره شوې.  په دې وروستیو کې د کابل ښار د عبدالرحیم شهید په لېسه کې خونړۍ چاودنې لږ تر لږه ۶ تنه وژلي او تر ۲۰ زیات یې ټپیان کړي دي. خو یو […]

Continue Reading

پخواني عکس له دې ادعا سره شریک شوی چې ګواکې یوه نجلۍ په موبایل کې له هلک سره د خبرو له امله وهل او ټکول شوې

د ښځو حقونه او په ټولنه کې د ښځو وضعیت څو څو ځله د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده. داسې پېښې هم شوي چې ښځې  د زنا په تور سنګسار او وژل شوي دي.  په هر حال، ځیني وختونه په ټولنیزو رسنیو کې د داسې پېښو په اړه ناسم مالومات هم شریک شوي دي. په […]

Continue Reading

په ایران کې د افغان کډوالو تر زورونې وروسته د دغه هېواد د سفارت مخې ته د چاودنې ادعا؛ خو عکسونه پخواني دي

په ټولنیزو رسنیو کې دوه عکسونه شریک شوي چې ادعا کوي په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ایران سفارت مخې ته چاودنه شوې ده. تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ: د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي: «نن ماسپیښن 2 دوه بجی دایران سفارت مخی ته چاودنه شوی چی په دی چاودنه کی […]

Continue Reading

پخوانی ولسمشر اشرف غني متحده عربي اماراتو کې دی خو کاروونکي ادعا کړې چې پنجشیر ته تللی

افغانستان ته د اشرف غني د راتګ او په پنجشیر کې د مقاومت ملي جبهې ځواکونو د فعالیتونو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر جعلي خبرونه خپاره شوي دي. په یو فیسبوک پوسټ کې ادعا شوې چې ګواکې پخوانی افغان ولسمشر اشرف غني پنجشیر ته تللی دی.  له ادعا سره یو عکس هم د […]

Continue Reading

پخوانی ولسمشر اشرف غني د چاړه برید له امله نه دی ټپي شوی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني انځور خپور کړی چې په الوتکه کې د خوب په حالت کې لیدل کیږي. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلی غني چین ته د سفر پر مهال په الوتکه کې په چاړه وهل شوی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور […]

Continue Reading

جنرال سمیع سادات د مقاومت جبهې له کسانو سره د جګړې په ډګر کې نه دی لیدل شوی؛ خو خپل ملاتړ یې اعلان کړی

په دې وروستیو کې د کابل د امنیت پخوانی مسوول جنرال سمیع سادات په اړه یو شمېر ناسم خبرونه په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه پخواني انځور په خپرولو سره ویلي چې جنرال سمیع سادات د مقاومت جبهې له کسانو سره په پنجشیر کې یو ځای […]

Continue Reading

ایا پخوانی افغان ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې پنجشیر ته تللی دی؟

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او پخوانی ولسمشر اشرف غني له هېواده وتښتېد، په فېسبوک کې یو شمېر ناسم مالومات د نوموړي په اړه خپاره شوي دي. په دې وروستیو کې په فېسبوک کې د یو شمېر کاروونکو له خوا ادعا شوې چې ګواکې ښاغلی غني پنجشیر ولایت ته […]

Continue Reading