د خوست په ځاځي میدان کې د نښتې په تړاو پخواني او بې تړاوه انځورونه شریک شوي.

Update: 2024-09-14 13:01 GMT


په دا وروستیو کې، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په خوست کې د نښتو راپورونه ورکړل شول، ورسره سم د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د فیسبوک ځینو کاروونکو د ځینو بې تړاو انځورونو سره ادعا کړې، چې خوست ته د پاکستاني پوځ پر وړاندې د جګړی لپاره تازه ځواکونه رسیدلی، په داسې حال کې، چې د دوی له دې ادعا سره خپاره شوي انځورونه بې تړاوه دي.

تاسو کولی شئ لاندې د فېسبوک کاروونکو یو څو پوسټونه وګورئ:


فیسبوک پوسټ - آرشیف لینک

د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې د فېسبوک کاروونکو له دغو غیر حقیقي ادعاوو سره شریک شوي انځورونه پخواني او غیر اړوند دي او د خوست په ځاځي میدان کې د پاکستاني او افغان خواوو ځواکونو سره کوم تړاو نلري.

د حقیقت معاینهم

موږ په انټرنیټ کې د ټولنیزو رسنیو یادې ادعا اړوند کلیدي کلېمې ولټولې، او ومولېدل، چې په خوست کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي، خو راپورونو کې هغه ډول خبر نه لېدل کیږي، څنګه چې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې. همدا راز موږ له ادعا سره پر شریک شویو انځورونو د ګوګل ایمیج ریورس سرچ پلی کړ او موږ وموندله، چې شریک شوي انځورونه پخواني دي او د ځینو نورو باوري ویب پاڼو له راپورونو سره خپاره شوي، خو د خوست له وروستیو شخړو سره هیڅ تړاو نلري.

لومړی انځور:

په لومړي عکس کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو سره موږ وموندله چې شریک شوی انځور پخوانی دی او د ڈیلي صباح  ویبپاڼې لخوا د ۲۰۲۱ کال می میاشتې په ۱۸مه خپور شوی. د خپرې شوې مقالې له مخې عکس د ترکیې ATAK هلیکوپتر دی چې د ایسلسن پیژندنې سیسټم سره اپ گریڈ شوی.



 Daily Sabah Archived Link

دوهم انځور:


  د دوهم انځور د پلټنې لپاره هم موږ پر انځور د ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او موږ وموندله، چې دوهم انځور هم پخوانی دی او د 2021 کال د اکتوبر په 17 مه د فایننشل ایکسپریس په نوم ویبپاڼې خپور کړی دی. د خپرې شوې مقالې له مخې، دا انځور د 155mm د دانوش ټاوډ ټوپک سیسټم دی.



Financialexpress  Archived Link

پایله:

د خوست د وروستیو نښتو په تړاو د خپرو شویو انځورونو او ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې په نوم د تازه ځواکونو استولو خپاره شوي انځورونه بې تړاوه او پخواني دي.

Claim :  The social media user shared Unrelated images with context to the recent clases in Zazai Maidan, Khost.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  PARTLY FALSE
Tags: