د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوټیوب د تمثیلي وېډیو یو انځور خپور کړی چې ادعا کوي ګواکې ملایان په روژه کې اخلاقي فساد تر سره کوي.

خو زمونږ موندنې ښيي چې دا وېډیو تمثیلي بڼه لري چې پخوا په یوټیوب کې خپره شوې وه.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په روژه میاشت کې ادعا کړې چې ګواکې یو شمېر ملایان په روژه کې اخلاقي فساد تر سره کوي.

یوې فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال د اپریل په ۲۲ لیکلې: «اخر موږ کوم حال ته پاتی شو

په دی مبارکه میاشت کی د ملایانو حال وګوری توبه توبه».

فېسبوک پسټ/ارشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا انځور د یوټیوب له یوې تمثیلي وېډیو څخه اخستل شوی دی. دا وېډیو د هغو ملایانو په اړه تمثیلي ډرامه وړاندې کړې چې د تغویذ په پلمه له ښځو څخه ناوړه جنسي استفاده کوي.

په وېډیو کې یو هلک لونګۍ اغوستې او ځان یې د ملایانو په بڼه جوړ کړی دی.

دا وېډیو د «کربلایی مدیا» یوټیوب چینل کې خپره شوې ده. په وېډیو کې د ډرامې لوبغاړي په دري او هزاره ګي لهجه خبرې کوي.

پخوا هم دا تصویر له یوې بلې ادعا سره یو ځای خپور شوی وو. تاسو کولی شئ چې د هغه ادعا په تړاو د فاکټ کرېسیڼدو د حقیقت موندنې راپور دلته ولولئ:

راپور

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا په تړاو پخوانی او ناسم انځور خپور شوی دی. دا عکس له یوې تمثیلي وېډیو څخه اخستل شوی دی. دا وېډیو د کوم ملا پورې تړاو نه لري خو د وېډیو پیغام د ملایانو په اړه دی.

Avatar

سرلیک: هغه انځور چې پکې د ملایانو له خوا د اخلاقي فساد ادعا شوې د یوټیوب تمثیلي وېډیو پورې تړاو لري

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Missing Context