د سعودي ینبو ښار مسجد کې د جمعې ورځې لمنانځه پر مهال ولې یو بوډا سړی له خطبې ورکولو منع شو؟

Update: 2024-10-21 06:25 GMT


په ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) کې د یو عرب الاصله پاښه عمر سړي، ویډیو لاس په لاس کیږي، چې د ادعا په توګه ورسره لیکل شوي دي، سعودي عربستان کې يو ملا امام وروسته له هغې د پولیسو له لوري په وهلو – ډبولو د مسجد له ممبر څخه ښکته شو، چې د خطبې پر مهال یې په دغه هېواد کې د ښځو د ورزش (سپورټ) پر اوسني وضیعت نېوکې وکړې.

دا چې رېښتیا څه دی، د فکټ کریسنډو پوره کېسه ولولئ!

د دې ویډیو په اړه د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکي ادعا دا ده، چې دغه ملا امام د ښځو پر ورزش (سپورټ) د نېوکو کولو له امله سعودي پولیسو وهلی او له ممبر څخه یې ښکته کړی دی. د پوسټونو څو بېلګې په لاندې ډول دي:

Archive + Facebook-Post





 Archive + Facebook-Post



 رېښتیا څه دي؟

د سعودي عربستان په لویدیځ ینبو البحر نومي ښار یو مسجد کې دغه برخورد په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوی دی. عربي رسنیو په خپلو راپورونو کې د دې ویډیو په اړه د سعودي چارواکو او مسجدونو چارو ادارو له قوله لیکلي، چې د جمعې ورځې لمنانځه لپاره د رسمي امام تر راتګ وړاندې یو رواني ناروغ د خطبې او لمونځ د ګډ وډولو هڅه وکړه، چې د خلکو او ځایي امنیتي مسوولینو له غبرګون سره مخ شو.

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د شوې ادعا «سعودي کې یو امام د ښځو پر ورزش د نېوکو کولو له امله پولیسو وهلی او له ممبر څخه یې ښکته کړی دی» اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د ویډیو څخه یو منظم سکرین شاټ واخېست او ګوګل ایمیج مو پرې پلی کړ. موږ د یادې ویډیو په اړه د عربي رسنیو ګڼ راپورونه وموندل او همدا راز دغه ویډیو مو هم په ټویټر او یوټیوب چینلونو کې پیدا کړه، چې ۲۰۱۸ کال کې خپره شوې وه. موږ دا هم پیدا کړل، چې دا ویډیو په ۲۰۱۸ کال کې هم د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا له ځینو ناسمو ادعاوو سره خپره شوې وه.

الریاض ورځپاڼې د همدې ویډیو په هکله خپل راپور کې د مسوولینو له قوله ویلي: مالومه شوه، چې پېښه د ینبو البحر ښار مسجد کې رامنځته شوې، چېرته چې یو ۷۰ کلن سړي د ممبر پر سر داسې الفاظ وویل، چې په مسجد کې د خلکو له غبرګون او دا ډول برخورد سره مخ شو.



د الیوم په نوم یوې بلې عربي ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې (وګورئ... یو «رواني ناروغ» په ینبو کې د مسجد ممبر ته پورته کیږي او د پولیس لخوا غبرګون سره مخ کیږي).


د لا ډېرو مالوماتو لپاره د الخلیج دا راپور هم درسره ولولئ: ولې د سعودي امنیتي چارواکو دغه سړی د جمعې لمانځه د خطبې له ورکولو منع کړ؟

که تاسې غواړئ د پېښې پرمهال د شوي برخورد ویډیو وګورئ (دلته) یې کتلی شئ:

Full View


پایله:

د سعودي عربستان په لویدیځ ینبو البحر نومي ښار یو مسجد کې یو بوډا سړی د جمعې لمانځه له خطبې څخه منع شوی وو، چې دغه برخورد په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوی دی. عربي رسنیو په خپلو راپورونو کې د دې ویډیو په اړه د سعودي چارواکو او مسجدونو چارو ادارو له قوله ویلي، چې یاد سړی رواني ناروغ وو او د خطبې او لمونځ د ګډ وډولو هڅه یې کړې وه، چې د خلکو او امنیتي مسوولینو له غبرګون سره مخ شو.


Claim :  سعودي کې یو امام د ښځو پر ورزش د نېوکو کولو له امله پولیسو وهلی او له ممبر څخه یې ښکته کړی دی.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  MISSING CONTEXT
Tags:    

Similar News