د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه موټر انځور په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې د افغانستان د کرېکټ تکړه لوبغاړی راشد خان په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی دی.

خو زمونږ پلټنې ښيي چې د موټر دا انځور د راشد خان پورې تړاو نه لري او نوموړی د کوم ټرافیکي ټکر له امله نه دی ژوبل شوی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مارچ په ۱۱ د افغانستان د کرېکټ تکړه ستوری راشد خان د ټپي کېدلو خبر ورکړی دی.

د «جنرال سمیع سادات» په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «تاﺯه او بد خبر
د افغانستان اتل راشد خان
پرون په دوبي کي ده يوي ترافيکي پيښي له امله سخت ټپي شوي
اوس روغتون ته وړل شوي ستاسو ده دعاء محتاج دي».

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې د موټر دا انځور د راشد خان پورې تړاو نه لري. د موټر دا انځور پخوانی دی او د یوې ټرافیکي پېښې پورې اړه لري چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په امریکا کې شوې وه.

دا انځور د یوه راپور سره د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې خپور شوی دی. په راپور کې راغلي دي چې یو تن د موټر ټکر له امله ټپي شوی دی. دا موټر د یوه بار وړونکي ټریلر ډوله موټر سره ټکر کړی وو.

په دې اړه نور جزیات په انګلیسي ژبه په دې راپور کې راغلي دي.

راپور لېنک/آرشیف لېنک

له بلې خوا مونږ د راشد خان فېسبوک او تویتر پاڼې ولیدې خو په دې اړه نوموړی کوم پسټ نه وو کړی. د راشد خان د ټپي کېدلو ادعا په اړه کرېکټ بورډ هم څه نه دي ویلي.

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګنديږي چې د ټرافیکي پېښې له امله د راشد خان د ټپي کېدلو ادعا ناسمه ده. د موټر دا انځور د راشد خان پورې تړاو نه لري او نه هم په دې اړه کوم خبر خپور شوی چې ګواکې راشد خان دې ټپي شوی وي.

Avatar

سرلیک: په دې وروستیو کې راشد خان د کومې ټرافیکي پېښې له امله نه دی ټپي شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False