پخواني او بې تړاوه انځورونه یو وار بیا په جومات کې د وروستۍ چاودنې په توګه شریک شوي

Update: 2024-09-26 04:50 GMT

په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر پخوانیو پېښو انځورونه له دې ادعا سره خپاره شوي، چې ګواکې په یوه جومات کې برید شوی او زیاته مرګ ـ ژوبله لري.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ځینو پاڼو یا اکونټونو څخه خپاره شوي پوسټونه وګورئ:

 

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

د پورته ادعا او پوسټونو په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې، پورته اکونټونه د چل او دوکې په بڼه د خپل لایک او کمنټ لپاره دا ډول پوسټونه کوي. له پورته دواړو فیسبوک پاڼو یا اکونټونو خپاره شوي انځورونه د پخوانیو پېښو (۲۰۱۵٫ ۲۰۱۸٫۲۰۱۸) دي او په دا وروستیو کې هیڅ داسې پېښه نده رامنځته شوې.

د حقیقت معاینه

د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شویو انځورونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې ولټولې، ترڅو ومومو چې ایا رېښتیا هم دا ډول کوم څه پېښ شوي او کنه. بیا موږ پر شریک شویو انځورونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ.

موږ وموندله، چې نه هم شوې ادعا حقیقت لري او نه هم انځورونه د اوسني وخت دي، بلکې دغه انځورونه د پخوانیو پېښو دي او څو کاله وړاندې خپاره شوي دي.

په لاندې ډول تاسې کولی شئ، د انځورونو اصلي وختونه او مالومات ولولئ:

لومړی انځور:

دغه انځور په کال ۲۰۱۸ کې د بلوچستان پوسټ په نوم ویبپاڼې خپور کړی، چې د دوی د راپور له مخې دغه پېښه په خوست ولایت کې یوه جومات کې رامنځته شوې وه او لسګونو کسانو ته پکې مرګ – ژوبله اوښتې وه.

 

The Balochistan Post Archived Link

دوهم انځور:

لاندې بل انځور په کال ۲۰۱۵ اګسټ میاست کې د ۱TvnewsAF په نوم د ویب پاڼې لخوا خپور شوی، چې د دوی د خبر له مخې دا انځور د کابل په یوه جومات کې د شوي ځان مرګي برید وروسته اخېستل شوی دی.

 

ټوېټر لینک آرشيف لینک

درېیم انځور:

درېیم انځور هم د یوې پخوانۍ پېښې دی او په کال ۲۰۱۹ می میاشت کابل کې د یو نړیوال مرستندویه سازمان په موټر باندې د بمي چاودنې برید څخه وروسته اخیستل شوی.

 

Ava Press Archived Link

 پایله:

د فکټ کریسنډو موندنو له مخې، چې شوې ادعا دروغ او د ټولنیزو رسنیو (جعلي اکونټونو) له لوري له همدې ادعا سره خپاره شوي انځورونه د پخوانیو پېښو (۲۰۱۵٫ ۲۰۱۸٫۲۰۱۸) کلونو دي.

Claim :  په یوه جومات کې برید شوی او زیاته مرګ ـ ژوبله لري.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  MISLEADING
Tags:    

Similar News