په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک ځینو کاروونکو ادعا کړې، چې کابل کې درنه چاودنه رامنځته شوې، په داسې حال کې چې له شوې ادعا سره د یوې پخوانۍ پېښې انځور خپور شوی دی.

تاسې کتلی شئ، چې د خبر تازه افغانستان په نوم فیسبوک پاڼې د یوه پوسټ له مخې ادعا کړې، چې کابل کې درنه چاودنه رامنځته شوې ده:

د فیسبوک پوسټارشیف لینک

په هر صورت، د فیکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې دغه ادعا هیڅ حقیقت نلري او یوازې د خلکو د توجو را جلبولو لپاره یې د یو چل او دوکې په توګه یې له پخوانیو انځورونو څخه ویډویو جوړه کړې او ورسره یې د دروغو ادعا کړې ده.

د څېړنې میتود:

د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له لوري د دې ادعا او شریک شوي انځور تر شا د حقیقت موندلو لپاره موږ لومړی د کلیدي تورو په لټون سره د ځینو باوري رسنیو وروستي راپورونه وپلټل او هلته موږ هیڅ داسې راپور یا خبر پیدا نکړ، چې ګواکې په کابل کې دې د شوې ادعا له تاریخ سره سم یا له هغې وروسته داسې کومه پېښه رامنځته شوې وي.

موږ همدا راز له دغې ادعا سره پر خپور شوي انځور د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ، موږ وموندله چې د ګندهارا په نوم یوې ویب پاڼې له یو راپور سره په کال ۲۰۱۵ کې شریک کړی.

په راپور کې ښکاري، چې دا انځور وروسته له هغې اخیستل شوی چې افغان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۲۸مه د کندز ښار په څنډه کې له طالبانو سره جګړه کړې وه.

Gandhara آرشيف لینک

پایله:

د فکټ کریسنډو له پورتنیو څېړنو څخه دا څرګنده شوه، چې په ټولنیزو رسنیو کې د کابل د پېښې په اړه د فیسبوک یادو کاروونکو ادعاوې درواغ دي او هغه انځورونه چې له دې ادعا سره خپاره شوي دي، هیڅ تړاو نلري او د یوې پخوانۍ پېښې انځورونه دي.

Avatar

سرلیک: د یوې پخوانۍ پېښې انځور سره کابل کې د چاودنې رامنځته کېدو ادعا شوې.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False