د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګواکې محمد نبي عیسی خېل د کرېکټ د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو لپاره د افغانستان د کرېکټ مالي ملاتړ دی.

د فاکت کرېسیندو موندنې ښيي چې د «صدیقي ګروپ» په نوم یوې کمپنۍ د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان مالي ملاتړ بلل شوی دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان زیږدیز کال د اکتوبر په ۱۳مه ادعا کړې چې ګواکې نوی حکومت په روان نړیوال شل اوریز جام سیالۍ کې د افغانستان د کرېکټ لپاره مالي ملاتړ پیدا نه کړ. د همدې لپاره د افغانستان د کرېکټ لوبډلمشر او لوبغاړی محمد نبي عیسي خېل د افغانستان د کرېکټ مالي ملاتړ په خپل شخصي لګښت باندې کوي.

د «احمد ولي ساجد» په نوم د فېسبوک یوه کاروونکي لیکلي: «دېته وایي د وطن سره لېونۍ مینه !د کرکټ ملي لوبډلې کپتان/ولسمشر محمد نبي عیسی خېل د 2021 کال نړېوال جام سپانسر شیپ په خپل شخصي لګښت سره کوي.»

فېسبوک پست/آرشیف لېنک

د ‘Afghanistan Cricket story’ په نوم یوې فېسبوک پاڼې هم ورته ادعا یې کړې چې ګواکې محمد نبي عیسی خېل د ۲۰۲۱ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان مالي ملاتړ په غاړه اخستی.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

زمونږ موندنې ښيي چې د صدیقي ګروپ په نوم یوې کمپنۍ د ۲۰۲۱ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان مالي ملاتړ امتیاز یې تر لاسه کړی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله رسمي تویتر پاڼه کې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۱۴مه لیکلې: « صدیقي ګروپ (Sediki Group) د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۱ شل اوریزو نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د ټیم مالي ملاتړ امتیاز یې تر لاسه کړ.»

د کرېکټ بورډ له قوله، صدیقي ګروپ د ۴۵۰زره امریکایي ډالرو سره به د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ کې د افغانستان د ټیم مالي ملاتړ وي.

آرشیف لېنک

له بلې خوا محمد نبي عیسی خېل هم په دې تړاو څه نه دي ویلي چې ګواکې هغه دې د ۲۰۲۱ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ کې د افغانستان د ټیم مالي لګښت پر غاړه اخستی وي.

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر ناسم دی چې ګواکې محمد نبي عیسی خېل د ۲۰۲۱ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ کې د افغانستان د ټیم مالي ملاتړ لګښت پر غاړه اخستی دی. د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی دی چې د صدیقي ګروپ په نوم یوې کمپنۍ په روان جام کې د افغانستان د ټيم مالي ملاتړ پر غاړه لري.

Avatar

سرلیک: د ۲۰۲۱ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ کې د افغانستان مالي ملاتړ (سپانسر) څوک دی؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False