په ټولنیزو رسنیو کې ځیني وخت ناسم خبرونه نشر کیږي چې باور ورباندې ګران دی.

په دې وروستیو کې د افغان کرېکټ مشهور توپ اچوونکی راشد خان د مړینې ادعا په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

په ادعا کې راغلي چې ګواکې ښاغلی راشد خان په عربي متحده اماراتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله مړ شوی دی.

فېسبوک پست ادعا کوي:

« تکړه افغان توپ اچوونکی په اماراتو کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.»

تاسو کولای شئ دا فېسبوک پسټ لاندې وګورئ:

Facebook Archive

حقیقت موندنه

مونږ د دې ادعا په تړاو په نوموړی انځور پلټنه تر سره کړه. مګر د دې ادعا په تړاو مو هېڅ کوم خبر ونه مونده. له بلې خوا مونږ د ښاغلي راشد خان اړوند د ټولنیزو رسنیو پاڼې هم ولیدلې او ومو موندله چې هغه په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت لري.

د راشد خان انسټاګرام پاڼه:

Instagram Rashid Khan Archive

که داسې څه پیښه شوې وای نو د رسنیو له لارې به په دې اړه خورا ډېر خبرونه خپریدل. خو مونږ د دې پېښې په اړه یو خبر هم ونه مونده.

له بلې خوا د افغانستان کرېکټ بورډ په وېبپاڼو او ټولنیزو رسنیو پاڼو کې داسې کوم خبر نه دی خپور شوی.

پایله

له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د راشد خان د مړینې ادعاوې په بشپړ ډول دروغ او ناسم دي. تر اوسه داسې کومه پېښه نه ده را منځ ته شوې.

Avatar

سرلیک: افغان کرېکټ ستوری راشد خان نه دی مړ شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False