د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د هوایي ځواکونو عمومي قومندان ډګر جنرال فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

ادعا

د هوایي ځواکونو عمومي قومندان ډګر جنرال فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د «صفحه رسمي زرمینه محمدي» په نوم یوه فېسبوک پاڼه د روان زیږدیز کال د اپریل په ۲۴مه لیکلې: «د هوایي قول اردو قومندان ډګر جنرال فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ور وپېژندل شو». د نوموړې فېسبوک پاڼې دا پوست ۶۷ ځله له نورو سره شریک شوی دی.

پر دې سربېره، د فېسبوک یو شمېر نور کاروونکي هم ورته خبر یې خپور کړی دی.

فېسبوک پاڼه

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

د «اخبار کوماندو های افغانستان » په نوم یوه بله فېسبوک پاڼه هم ورته ادعا کړې او لیکلې چې فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. د دې فېسبوک پاڼې دا ناسم خبر بیا ۳۵ ځله له نورو سره شریک شوی دی.

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

د واقعیت ارزونه

مونږ د کورنیو چارو وزارت فېسبوک پاڼه له نظره تېر کړ. په پایله کې مو وموندله چې د اپریل له میاشتې څخه د دې خبر تر خپرېدلو پورې د کورنیو چارو وزارت په خبرونو کې یوازې د حیات الله حیات نوم د دې وزارت سرپرست په توګه لیدل کیږي. د کورنیو چارو وزارت په فېسبوک پاڼه او وېبپاڼه کې د فهیم رامین نوم د دې وزارت سرپرست په توګه نه لیدل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت فېسبوک پاڼه

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ډګر جنرال فهیم رامین ټاکل کېدلو خبر ناسم دی. د دې خبر تر خپرېدلو پورې حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت سرپرست په توګه خپله دنده پر مخ وړي.